هغه ادارې چې د تدارکاتو ظرفیت تصدیق یې ترلاسه کړې دای د تدارکاتو د زدکړې لپاره نوم لیکنه
 

ملي تدارکاتو کميسیون دکابل ښاري پلان د طرحې او ډيزاین قرارداد منظور کړ

 
  20/10/1395
 

کابل: د ملي تدارکاتو کمیسیون ۸۱مه پرله پسې اوونیزه غونډه د شنبې په ماښام د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په ۱۸مه نيټه د جمهوري ریاست په آرګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه. په دې غونډه کې د څلور سوه شپېته (۴۶۰) ملیونو افغانیو په ارزښت څلور قراردادونه منظور کړی شول. منظور شوي تړونونه عبارت دي له:
- د کابل  ښاروالۍ اړوند د کابل ښار د دولسمې ناحیې د ۳۰ متره او ۴۰ متره سړکونو جوړول
- د عامې روغتیا وزارت د "صحت" برنامې اړوند کنړ ولایت کې د (EPHS) او (BPHS) روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو د قرارداد تمدید
- او د کابل ښار د ښاري پلان طرحې او ډیزاین په غرض د مشورتي کمپنۍ د استخدام قرارداد چې د ښار او کور جوړونې وزارت له لوري پیشنهاد شوی وو.
د ملي تدارکاتو کمیسیون همداراز د ۱۲مې ناحیې د سړکونو د منظوري په هکله سپارښتنه وکړه چې د ګټونکي شرکت د کلیدي کارکوونکو وړتیا دې وکتل شي او په شرطنامه کې د ذکر شویو شرطونو او معیارونو مطابق دې کړنې تر سره کړی شي او همداراز ېې د کنړ ولایت د روغتیایي خدمتونو د منظور شویو قراردادونوپه هکله یو ځل بیا ټینګار وکړ چې د نوموړو تړونونو له پلی کېدلو څخه دې پریکنده څارنه تر سره کړی شي.  
سربېره پر دې د ملي تدارکاتو کمېسیون د بهرنیو چارو وزارت اړوند وړاندیز چې دانګلستان هېواد لندن ښار کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارت د تعمیر د اساسي بیارغولو د پروسې د پېل په هکله وو؛ تائید کړ. د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس بهرنیو چارو وزارت ته دنده وسپارله چې په نورو هېوادونو کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د سفارتونو د ودانیو د بیارغولو او یا د ودانۍ د جوړولو په هکله دې خپله طرح د جمهوري ریاست عالي مقام ته وړاندې کړي. 
بل لوري د ملي تدارکاتو کمیسیون د اوبو او برښنا وزارت اړوند درې پیشنهادي قراردادونه؛ چې په هغې کې د دایکندي ولایت د غودار، د بامیان ولایت د ګزک، د پروان ولایت دهنه غوربندک، د پکتیا ولایت د پلتویي، د خوست ولایت د دومنده، د لغمان ولایت د الینګار، د هرات ولایت د تېرپل، د فراه ولایت د زره مردان او د غور ولایت د دهنه بوم د ذخیروي بندونو د تخنیکي مطالعاتو په هکله وو؛ د کمیسیون له لوري د زیاتې ارزونې په خاطر بېرته ولیږدول شول. همدارنګه د کورنیو چارو وزارت اړوند د پنځه منزله تعمیر د جوړولو قرارداد هم د کمېسیون له لوري بېرته وليږدول شو.
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې نوبتي غونډه کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د ماليې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو سربیره بنسټيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسئولینو،د مشرانو جرګې دملي اقتصاد، مالي او بودجې کمیسیون، د ولسي جرګې د ملي اقتصاد کمېسیون،  اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، سیګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ  څارونکو حضور درلود.