هغه ادارې چې د تدارکاتو ظرفیت تصدیق یې ترلاسه کړې دای د تدارکاتو د زدکړې لپاره نوم لیکنه
 

ملي تدارکاتو کميسیون د شاوخوا دولس نیم (۱۲،۵) میلیارد افغانیو په ارزښت ۲۰ تړونونه منظور کړل

 
  13/10/1395
 

کابل: د ملي تدارکاتو کمیسیون ۸۰مه پرله پسې اوونیزه غونډه د شنبې په ماښام د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په ۱۱مه نيټه د جمهوري ریاست په آرګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه چې پکې ۲۰ قراردادونه د شاوخوا دولسم نیم (۱۲،۵) میلیارد افغانیو په ارزښت منظور کړی شول. منظور شوي عمده تړونونه لاندې عبارت دي له:
-    د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ د ۲۰/۱۱۰ کیلو وولټ سب ستیشن د پروژې ډیزاین، لیږد، نصب او فعالول
-    له اقینې څخه د فاریاب ولایت اندخوی او د جوزجان ولایت شبرغان ښار ته د ۵۰۰ کیلو واټ برښنا د لیږد پروژه او همداراز د لوګر ولایت مرکز پل علم او پکتیا ولایت مرکز ګردیز ښار کې د برښنا د توزیعې د شبکې فعالول.
-    د کمال خان بند د دریم فاز جوړل چې د اقتصاد وزارت او په بنسټيزو چارو کې دجمهور رئیس ستر سلاکار د ارزونې په شرط منظور کړی شوه
-    د تخار ولایت دبنګي سیمې څخه تر اشکمش پورې د سړک د لومړۍ برخې د دریم فاز جوړول
-    د لغمان ولایت د مهتر لام بابا ښارګوټي څخه تر پادپخ ولسوالۍ پورې د سړک د لومړۍ برخې تعمیرول
-    د لوګر ولایت د کندوا کلي څخه تر خوشي ولسوالۍ پورې د ۱۴ کیلو متره سړک قیرول
-    د نیمروز ولایت  اړوندد زرنج ښار ۹ کیلو متره په اوږدوالي دسړکونو بیارغونه
-    د هندوکش ترانس د نښلوونکي سړک د پروژې لپاره د مشورتي خدمتونو د شرکت د تړون تعدیل
-    د شهید استاد رباني د تعلیم او تربیې پوهنتون د معلوماتي مرکز د رامنځته کولو پروژه
-    د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست د معلوماتي ټکنالوژۍ ۳۶ قلمه تجهیزات
-    او پنځه نور تړونونه چې د ملي دفاع وزارت اړوند د خوراکي توکو، مفروشاتو، پخلنځای او چاپي الاتو ماشین پکې شامل دی.
بل لوري د ملي تدارکاتو کمیسیون د پنجشیر ولایت د تخار ولایت د چال او د بادغیس ولایت د آب شوره د ذخیروي بندونو د تخنیکي مطالعاتو پروژې د زیاتې ارزونې لپاره بیرته ولیږدول شوې.
د ملي تدارکاتو کمیسیون همداراز د عامې روغتیا وزارت اړوند د یو شمیر پروژو ستونزې؛ چې د هغې له جملې څخه ېې د روغتونونو او د وینې بانکونو چې تخنیکي، بودجوي او ټولنیزې ستونزې ېې له پخوا څخه پاتې وې؛ بحث تر سره کړ او د هغو پروژو په هکله چې له مالي ستونزو سره مخامخ وې مالیې وزارت ته سپارښتنه وشوه چې د هغې د مرستندویانو سره موضوع شریکه کړي او د حل لاره ورته پیدا کړي او نورې هغه پروژې چې ټولنیزو ستونزو سره مخامخ دي؛ د اړوندو ولایتونو له ولایانو سره دې د نوموړې ستونزې د له منځه وړلو په غرض تیلیفوني اړیکه ونیول شي.
د ملي تدارکاتو کمیسیون همداراز  د افغانستان برښنا شرکت او ټولګټو وزارت اړوند قراردادونو د منظوري په هکله دواړو ادارو ته سپارښتنه وکړه چې د ګټونکو شرکتونو د کلیدي کارکوونکو  وړتیا او د سندونو د صحت په هکله دې جلسه کې ډاډګیرنه ورکړل شي. 
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې نوبتي غونډه کې د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس ډاکټر عبدالله عبدالله، د جمهوري ریاست د عالي مقام دوهم مرستیال  محمد سرور دانش، د ماليې، اقتصاد او عدلیې وزیرانو سربیره بنسټيزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار، د ملي تدارکاتو ادارې مسئولینو،د مشرانو جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس، سیګار او سیستیکاغوڅ ملاتړ  څارونکو حضور درلود.