هغه ادارې چې د تدارکاتو ظرفیت تصدیق یې ترلاسه کړې دای د تدارکاتو د زدکړې لپاره نوم لیکنه
 

ملي تدارکاتو کمېسیون له دوه نیم (۲،۵) میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت ۱۱ تړونونه منظور کړل

 
  07/10/1395
 

کابل: د ملي تدارکاتو کمیسیون ۷۹مه پرله پسې اوونیزه غونډه د شنبې په ماښام د ۱۳۹۵ کال د مرغومې په څلورمه نيټه د جمهوري ریاست په آرګ کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشرۍ تر سره شوه چې پکې ۱۱ قراردادونه له دوه نیم میلیارد څخه زیاتو افغانیو په ارزښت منظور کړی شول.
په منظور شوي تړونونو کې د کرنې اوبو لګونې او مالدارۍ وزارت اړوند له ازبکستان هېواد څخه د ۱۰۰ زره مټرک ټنه غنمو د تدارک د بیې د زیاتولي د تعدیل قرارداد، د کورنیو چارو وزارت اړوند په نهو زونونو او نهو برخو کې د کانالیزاسیون او اوبو رسونې سیستم د ساتنې او بیارغونې پروژه، د ملي دفاع وزارت اړوند په اوو لاټونو کې د ملي اردو د ساحوي قول اردوګانو د مرکزي واحدونو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ ۱۳۵ قلمه ظروفو او پخلنځای سامان تدارک او د ۱۳۹۶ مالي کال لپاره د ملي اردو د ساحوي، مرکزي ادارو، موسساتو، واحدونو او قطعاتو لپاره د اړتیا وړ خوراکي توکو د قرارداد تدارک او داسې نور، د ټولګټو وزارت اړوند د بغلان ولایت دده صلاح ولسوالۍ څخه تر شاشان سیمې پورې د سړک د بیارغونې پروژې قرارداد سربېره د کابل ښاروالۍ د ګردنه سخي د سړک د پخولو پروژې قرارداد شامل دی.
همداراز د ملي تدارکاتو کمیسیون لخوا د کورنیو چارو وزارت اړوند دوه قراردادونه د تخنیکي ستونزو له کبله بېرته ولیږدول شول. د ملي تدارکاتو کمیسیون د ۱۳۹۶ مالي کال په دې لومړۍ اوونیزه غونډه کې د ملي دفاع  او ټولګټو وزارت اړوند ځینې تړونونه په مشروط ډول منظور کړل . په دې غونډه کې د اقتصاد وزارت او بنسټیزو چارو کې د جمهوري ریاست
ستر سلاکار ته دنده وسپارل شوه چې د ټولګټو وزارت اړوند د بغلان ولایت دده صلاح ولسوالۍ څخه تر شاشان سیمې پورې د سړک د بیارغونې پروژې د ګټونکي شرکت د کلیدي کارکوونکو خلص سوانح دې واروزول شي.
د یادولو وړ ده چې د ملي تدارکاتو کمیسیون له دې مخکې په ۱۳۹۵ مالي کال کې ۴۴ او په ۱۳۹۴ مالي کال کې ۳۴ اوونیزې پرله پسې ناستې او اضطرارې غونډې تر سره کړې وې چې په پايله کې یی د بېلابېلو وزارتونو اوخپلواکه ادارو له ۲۰۰۰ څخه زیات تړونونه ارزول شوي وو او د ۱۸۰۰ څخه زیات تړونونه تصویب کړي . په نوموړو قراردادونو کې له ۱۵ میلیارد څخه زیاتې افغانۍ سپما تر سره شوې.       
د ملي تدارکاتو کمیسیون په دې نوبتي غونډه کې د کمیسیون د غړیو سربېره د ملي تدارکاتو ادارې، ولسي جرګې د مخابراتو او مواصلاتو کمیسیون، د مشرانو جرګې د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمیسیون، اداري فساد پر وړاندې د مبارزې پارلماني کاکس او سیستیکاغوڅ ملاتړ  څارونکو حضور درلود.