هغه ادارې چې د تدارکاتو ظرفیت تصدیق یې ترلاسه کړې دای د تدارکاتو د زدکړې لپاره نوم لیکنه

د ملي تدارکاتو اداري پيژندنه


شالید:

د ملي وحدت حکومت له جوړیدو وروسته د تحول او اصلاحاتو په خاطر د عامه ادارو د سمون لپاره تر ټولو مهم ګام د عامه تدارکاتو د نظام اصلاح غوره وګڼل شوه، تر څو په دي برخه کي فساد له مینځه ولاړ، روڼتیا تآمین، د مالي او عامه لګښتونو د چارو اغیزمن کنترولول،عامه تدارکاتو د کارونو لپاره بنسټیز نظام برابرول، د هیواد اقتصاد په خپلو پښو ودرولول، د لګښتونو سپما او په دي لاره کي بهتره خدمتونه د عامه تدارکاتو په وسیله برابر کړی شي. په همدي اساس د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس د ۱۶ حکم له مخي چي د ۱۳۹۳/۷/۲۰ نیټي خپور شو، د ملي تدارکاتو اداره د جمهوري ریاست د چارو ادارې لوی ریاست په چوکاټ کي جوړه شوه چي د تدارکاتو د پالیسۍ پخوانۍ اداري ((PPU، د قراردادونو د تنظیمولو اداري (CMO) او د افغانستان د پرمختیا او بیارغونی خدمتونو اداري (ARDS) دندي او واکونه پر غاړه لري. همداراز وروسته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ولسمشر ۶۰ فرمان چي د ۱۳۹۳/۱۱/۲۱ او ۷۲ فرمان له مخي چي د ۱۳۹۳/۱۲/۱۳ نیټي خپور شو د تدارکاتو پخوانی خاص کمیسیون د ملي تدارکاتو په کمیسیون ترفیع شو. نوموړی کمیسیون د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس تر ریاست لاندې په لاندي ترکیب سره جوړ شو.(۱) د افغانستان اسلامي جمهوریت اجرائیه رئیس (۲) د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس دوهم مرستیال (۳) بنسټیزو چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار (۴) د مالیی وزیر (۵) د اقتصاد وزیر (۶)د عدلیی وزیر. د ملي تدارکاتو ادارې په چوکاټ کې لاندې څلور ریاستونه د تدارکاتو د نظام د پیاوړتیا، روڼتیا او برترۍ لپاره هلي ځلي تر سره کوي. (الف) د تدارکاتو د پالیسي ریاست (ب) د تدارکاتي اسانتیاوو ریاست (ج) د ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء ریاست (د) قراردادونو دتطبیق د څارنې ریاست.
د ملي تدارکاتو اداره لاندې لید لوری، ماموریت، تلن لاره او موخې لري ترڅو وکولی شي په اسانۍ سره ټاکلی هدف تر لاسه کړي.

لید لوری:

د تدارکاتو په نظام کې د روڼتیا، اغیزمنتیا، ګټوروالی،حساب ورکونه او عدالت بنسټیز کول تر څو نړیوالو منل شویو معیارونو او غوره کړنلارو ته ځواب ورکونکی واوسي.

ماموریت:

د عامه سرچینو د اغیزمن مدیریت لپاره د پرمختللي تکنالوژۍ په کارولو سره عامه تدارکات د یو غښتلي قانوني ترکیب،مقرراتي چوکاټ، کړنلارو، پالیسيو او میکانیزمونو په وسیله پیاوړي کول تر څو لوړ ظرفیت، څرګندتیا، حساب ورکونه او د عامه خلکو باور رامنځته اواقتصادي وده چټکه شي.

تلن لاري:

د افغانستان د ملي تدارکاتو ادارې د تدارکاتو لپاره لاندې شپږ اساسي تلن لارې غوره کړي.

1 روڼتیا او لاسرسی
  د تدارکاتو ټول قوانين، مقررات، شرطونه، کړنلارې او بهیرونه باید د لاسرسي وړ، څرګند او شفاف وي؛ ترڅو د قراردادیانو او عامه تدارکاتو پرسونل تر منځ ښه تفاهم اوسي.
2 حساب ورکونه
  تدارکات باید د حساب ورکونې لپاره تر ټولو غوره میکانیزم واوسي تر څو د خلکو باور په دولت رامنځته او وساتل شي.
3 د اداري فساد له منځه وړل
  د حکومت د تدارکاتو کارکوونکی یا د خصوصي سکتور غړي کچیرته د تدارکاتو په پروسه کي په فساد تورن وبلل شول؛ د تدارکاتو له بهیر څخه به محروم او بې له کومې استثنی به قانوني مرجعو ته د عدلي تعقیب لپاره ورپېژندل کېږي.
4 د پیسو ارزښت
  ه عامه سرچینې چې د حکومت له لوري د تدارکاتو له لارې مصرفیږي؛ باید د معیار، مقدار، وخت، بېې او سرچینې له نظره د پېسو غوره ارزښت ولري. .
5 ازاد او مناسبه سیالۍ
  ټولو هغو په شرطونو برابرو داوطلبانو ته چې د تدارکاتو په پروسه کې ونډه اخلي؛ د حکومت له لوري بايد بې له کوم ډول تبعیض ورته برابر فرصت ورکړل شي.
6 ښه چلند
  ټول افرونه به په ښه توګه د عامه تدارکاتو د قانون له حکمونو، کړنلارو او پالیسي ګانو سره سم ارزول کیږي.

موخي:

1 په ملي او محلي کچه یو اغېزمن نیمه مرکزي تدارکاتي سیستم رامنځته کول.
2 د یو اغیزمن، اعتماد وړ او پیاوړي تدارکاتي سیستم په وسېله؛ د عامه لګښتونو لپاره د پالیسي ګانو او کړنلارو برابرول.
3 د مرکز او ولایتونو په کچه د اعطاء آمرینو صلاحيتونو د ټاکلو په خاطر د پالیسي ګانو په اساس د تدارکاتي ادارو د پولي صلاحیتونو بیاکتنه، وړاندیز او ټاکنه.
4 د بودجې د اغېزمن استعمال په برخه کې د تدارکاتي ادارو ملاتړ.
5 یو معیاري او په نړیواله کچه منل شوی تدارکاتي سیستم رامنځته کول تر څو د حکومت سربېره؛ مرسته کوونکو او غېر دولتي ادارو اړتياوو ته هم ځواب ویوونکی واوسي.
6 د مالوماتو راغونډولو او ارزونې لپاره د تدارکاتي مدیریت مالوماتي سیستم (PMIS) پراخ او اغېزمن نظام رامنځته کول.
7 د حکومتي ادارو په کچه برښنایي تدارکات رامنځته کول.
8 د حکومتي سکتور تدارکاتي ادارو کي د انحراف، فساد،تبعيض، واسطو او ټګئ کمول.
9 د څارنې او راپور ورکونې اغیزمن سېستم رامنځته کول او تطبیقول.
10 د کنترول او حساب ورکونې سیستم رامنځته کول او تطبیقول.
11 د پالیسي ګانو،کړنلارو، سندونو او تړونونو ساده کول او یو ځای کول.
12 د منازعاتو د حل مکانیزم رامنځته کول.
13 د تړونونو د ترسره کولو مديریت په وسېله د تدارکاتو د بهير اغېزمنتیا ته غښتلتیا وربخښل.
14 په ملي لویو تړونونو باندې غوره څارنه او زیات کنترول رامنځته کول.
15 د تدارکاتي نظام په تطبیق کې تکرار له منځه وړل.

د ملي تدارکاتو اداره د ملي تدارکاتو کمېسیون د دارالانشاء په هېڅ هم خپله دنده تر سره کوي.